د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره په افغانستان د ترکیې سفیر مرستیال چنګېز او ترکیې معارف فونډېشن د منځنۍ اسیا مسؤل رمضان د ګډې همکارۍ په موخه ناسته ترسره کړه.

nasir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۸ - ۱۰:۴۳
cdsfgf

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په دې ناسته کې له یاد پلاوي د هېواد تحصیلي ډګر پیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز ښاغلي حقاني له دوی وغوښتل، چې د ترکیې له لوري د هغو ښوونځيو فارغانو ته، چې دوی یې ملاتړي دي، یو ځانګړی پوهنتون جوړ کړي؛ ترڅو له فراغت وروسته دغه فارغان په هغه پوهنتون کې لوړې زده کړې ترسره کړي.

راغلي پلاوي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني ته د یادو غوښتنو او د هېواد تحصیلي پیاوړتیا په برخه کې د هر اړخېزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۱۰
Background image

د پوهنتونو لابراتوارونو فعالولو لپاره د ۲۷۰ میلیونو افغانیو په ارزښت لابراتواري وسایل وپېرل شول

لوړو زده کړو وزارت د یو بې ساري ګام په ترڅ کې د ټولو اړوندو امارتي تحصیلي نهادونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځيو لپاره مجهز او په عصري وسایلو سمبال لابراتوارونو فعالولو په موخه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۱
Background image

د کابل عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې له افتاء او قضاء څانګې څخه ۷۱ فاضلان فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول

 

په همدې مناسبت فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یادو فاضلانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل چې تاسو به د خپل مسلک اړوند قضاء، افتاء او نورو علمي برخو کې کار کوئ او زیاته یې کړه: «په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۷:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د کندهار پوهنتون طب پوهنځي په فراغتغونډه کې د ګډون او وینا سربېره د سترې محکمې له قضایي مرستیال او د جنوب لویدیځ زون د تمیز له عمومي رئیس سره هم لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب د کندهار پوهنتون طب پوهنځي محصلینو په فراغتغونډه کې وویل، چې اسلام موږ ته د علم پر حاصلولو او زیاتوالي امر کړی دی. . .

BACK TO NEWS