د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په حضور کې د شرعیاتو پوهنځی د ماسټري او دوکتورا پروګرامونو لپاره د افغان نړیوال پوهنتون لومړی دور ازموینه، په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې واخیستل شوه.

nasir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۱۲:۴۳
dssdv

4/1/1444
11/5/1401
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په حضور کې د شرعیاتو پوهنځی د ماسټري او دوکتورا پروګرامونو لپاره د افغان نړیوال پوهنتون لومړی دور ازموینه، په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې واخیستل شوه.   
د یادې ازموینې په پرانیستو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د ازموینو ملي ادارې د اداري او تخنیکي چارو مرستیال، د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د افغان نړیوال پوهنتون مسؤلانو ګډون کړی و. 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په نوي جوړ شوي افغان نړیوال پوهنتون کې د محصلانو د جذب پروسې له پیل څخه خوښي وښوده او ویې ویل: «دا ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې نن د افغانستان په تحصیلي سکټور کې د افغان نړیوال پوهنتون د فوق لېسانس پروګرام د شرعیاتو پوهنځی لپاره د کانکور ازموینه اخیستل کېږي.»   
نوموړي د اسلام په مقدس دین کې د علم زده کړې ارزښت ته په اشارې سره، د هېواد پرمختګ په دیني او عصري علومو کې د تکړه متخصصانو په روزلو کې وباله او زیاته یې کړه چې اوسمهال مو په هېواد کې د ځوانانو لپاره د زده کړو زمینه برابره ده، چې باید پوره ګټه ترې واخیستل شي. 
الحاج مولوي عبدالباقي حقاني وویل چې افغانستان په هره څانګه کې د متخصصینو د روزلو لپاره پرمختللو تحصیلي بنسټونو ته اړتیا لري، تر څو ځوان علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي، چې له نېکه مرغه د افغان نړیوال پوهنتون په ایجاد سره ورو ورو خپلې دغې موخې ته د ورنږدې کېدو په حال کې یو. نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې له شته اسانتیاوو او چانسونو په پوره استفادې سره د خپل ځان او ټولنې د خدمت جوګه شي.  
وروسته د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس پوهنوال دوکتور عبدالرشید اقبال او د ازموینو ملي ادارې تخنیکي مرستیال شیخ رحیم الله د علم د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د تحصیلي سکټور د پرمختګ او پراختیا په برخه کې یې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه هڅې وستایلې. 
د یادولو وړ ده چې اړتیا ته په کتو افغان نړیوال پوهنتون د فوق لېسانس پروګرامونو په برخه کې د شرعیاتو، انجنیري، کرنې او طب پوهنځی لري، چې د شرعیاتو پوهنځی په نننۍ ازموینه کې شاوخوا اته سوو کسانو ګډون کړی وو. د یاد پوهنتون د مسؤلانو په وینا چې له دې کسانو به درې سوه کسان د شرعیاتو پوهنځي ته لار پیداکړي.

Latest announcements

جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۱۰:۳۴
Background image

مطبوعاتي بلنلیک! 

په پام کې ده چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۳ کال محصلینو فراغت په شانداره مراسمو سره ونمانځي.

نو له ټولو دولتي او خصوصي رسنیو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي چې د یادو مراسمو د خبري . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۹:۴۰
Background image

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې داحاطوي دیوال(ترمیم) پروژې اعلان!

 

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي په روان ۱۴۰۳ ه ش کال کي د لیلیې ودانۍ دیوال دبیارغونې پروژه په قرارداد ورکړي، ټول هغه داوطلبانو ته چي په شرایطو برابر وي بلنه ورکول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۸:۴۷
Background image

د پکتیکا پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیوڅخه ۳۹۹ تنه محصلین فارغ اوټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې شول.

 

په دې مناسبت جوړ شويو مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت معین، د پکتیکا ولایت والي، امنيه قومندان، دولایتي ادارو مسؤلینو او استازو، علماء کرامو، د یاد پوهنتون رهبري، استادانو او د فارغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱:۲۰
Background image

د هرات پوهنتون کدري روغتون د ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین په حضور کې د بیارغونې او تجهیز نه وروسته پرانیستل شو.

هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د هرات والي، د هرات پوهنتون د مشرتابه پلاوي، د امارتي د ادارو رئیسانو، د تحصیلي بنسټونو رئیسانو او سیمه ییزو مخورو په ګډون جوړ شوي وو، د لوړو زده کړو وزارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۱:۵۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د شمال زون یو شمېر امارتي پوهنتونونو د ۴۰ کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل.


په بلخ پوهنتون کې د کندز، بلخ، جوزجان او فاریاب پوهنتونونو د ۲۴ څانګو ۴۰ کادري بستونو لپاره له ۲۰۹ تنو نوماندانو څخه د بهرنۍ ژبې ازموینه، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او علمي ترفیعاتو. . .

BACK TO NEWS