د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې تر منځ هوکړه لاسلیک شوه

baqir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
ل

د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې تر منځ د ۱۴۰۰کال، د کانکور شرایطو وړ فارغانو لپاره په فیسونو کې د تخفیف په موخه هوکړه لاسلیک شوه.

 په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ عبدالباقي حقاني، د وزارت معینانو، یو شمېر رییسانو، د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې مشر دوکتور طارق کمال او ورسره پلاوي سربیره، د خصوصي پوهنتونونو  یو شمېر رییسانو  هم ګډون کړی وو.

د لوړ زده کړو سرپرست وزیر شیخ عبدالباقي حقاني وویل، چې په دغې هوکړې سره به شاوخوا ۶۳زره د شرایطو وړ طاوطلبانو لپاره په ځانګړي تخفیف سره د زده کړو زمینه برابره  شي. شیخ حقاني دا هوکړه د افغانستان هغو بېوزلو زده کړیالانو لپاره، چې د فیس توان نه لري، یو غوره زیری وباله او د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې او ټولو هغو پوهنتونونو یې مننه وکړه، چې په یاد تخفیف کې یې ګډون کړی دی، دغه راز له پاتې نورو پوهنتونونو یې وغوښتل چې په یاد تخفیف کې ګډون وکړي.

وروسته د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې مشر دوکتور طارق کمال وویل، چې یاد تخفیف په مختلفو تحصیلي  څانګو او کچو کې له ۲۰ تر ۶۰ سلنه دی، چې د خصوصي لوړو زده کړو پوهنتونونو له لوري د لوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکول کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۵ - ۷:۲۲
Background image

ازبکستان ته د ا.ا.ا د لوړ پوړي پلاوي سفر او د یاد هېواد د منځنیو او لوړو زده کړو له وزیر سره د ا.ا.ا د لوړو زده کړو سرپرست او ورسره ټیم لیدنه وشوه.

تېره ورځ د ۱۴۴۳ هـ.ق کال د ربیع الاول په ۱۰ مه نېټه، د ا.ا.ا د رئيس الوزرا د مرستيال محترم مولوي عبد السلام حنفي په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي دوست هېواد ازبکستان ته یو ورځنی سفر ترسره کړ، چې. . .

شنبه ۱۴۰۰/۷/۲۴ - ۹:۲۳
Background image

اوسنی وضعیت ایجابوي چې داسې علمي معیارونه رامنځته شي چې افغانستان د پرمختګ په تګلوري برابر کړي

دغه ټکی د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني په هغه ناسته کې څرګند کړ چې د خصوصي پوهنتونونو او تحصیلي موسسو د ستونزو هوارولو، حل لارو، فرصتونو په ګوته کولو او غوښتنو په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۸ - ۵:۸
Background image

د لوړو زده کړو وزرات عالي شورا تر سره شوه

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ عبدالباقي حقاني په مشرۍ تر سره شوه.

په دغه ناسته کې، چې د لوړو زده کړو وزارت معینانو، مرکزي پوهنتونونو رییسانو، د ښوونې. . .

BACK TO NEWS