د لوړو زده کړو وزارت او د افغانستان د طبي عالي شورا ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

baqir_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۸ - ۱۲:۱۱
ل

نن د لوړو زده کړو وزارت او د افغانستان د طبي عالي شورا ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکتر عباس بصیر د دې هوکړه لیک موخه د طبي زده کړو د نظام  ځواکمنتیا او د طبي سکتور د خدمتونو معیاري کول وښودل.

د لوړو زده کړو وزیر وویل :”سره له دې چې لوړو زده کړو وزارت د طبي زده کړو کیفیت ښه کول خپل مسئولیت ګڼي، خو یو ځواکمن طبي نظام ته رسېدل چې د یاد نظام اړتیاوې رفع کړي، د اړوندو ادارو همکارۍ ته اړتیا لري چې له نېکه مرغه نن د دې هوکړه لیک پر لاسلیکولو سره؛ ټاکل شوو موخو ته نږدې کېږو.

هغه زیاته کړه، لوړو زده کړو وزارت د طبي سکتور د زده کړو په برخه کې ګامونه پورته کړي دي، خو د علمي څېړنو په برخه کې د لا زیاتو فعالیتونو  اړتیا محسوسېږي چې کولای شي په دې برخه کې د افغانستان د عالي شورا ښه همکار اوسي.

همداراز په دې برخه کې د افغانستان د عالي طبي شورا ريیسې ډاکټر نسرین اوریاخېل د لوړو زده کړو وزارت له مخکینیو همکاریو څخه د ستاینې په ترڅ کې د دې هوکړه لیک لاسلیکول د هېواد د طبي نظام د معیاري کولو له پاره اغېزمن وباله.

هغې د لوړو زده کړو له وزیر وغوښتل چې د دې هوکړه لیک د موادو د پلي کولو په برخه کې یو تخنیکي ټيم ته دنده ورکړي څو په ګډه سره د دې هوکړه لیک د موادو له پاره هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS