د لوړو زده کړو وزارت بېلابېلو پلاوو د پکتیا زم زم او بدخشان برنا خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د لوړو زده کړو وزارت یو پلاوی چې مشري یې د څارنې او ارزونې ریاست د خصوصي لېسانس امر قاضي عبدالباري غفاري کوي، پکتیا ولایت ته د یوه کاري سفر پرمهال د زم زم لوړو زده کړو مؤسسې څخه څارنه او ارزونه وکړه او په بېلابېلو برخو کې یې د یادې مؤسسې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د اختصاصي ارزونې د اکاډمیکو چارو ټیم سیدالرحمن منیب په مشرۍ ، په بدخشان ولایت کې د برنا خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې څخه لېدنه او څارنه وشوه، یاد مسؤلین یې د لوړو زده کړو وزارت طرزالعملونو، اصولو او قوانینو پلي کولو ته وهڅول، چې د یادو مسؤلینو له لوري د هر اړخېزې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.