د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست په هېواد کې د ټولو تحصیلي بنسټونو د اکاډمیکو چارو څارنه او ارزونه کوي.
۱۴۴۴/۱/۸
۱۴۰۱/۵/۱۵
د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست په هېواد کې د ټولو تحصیلي بنسټونو د اکاډمیکو چارو څارنه او ارزونه کوي.
د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست د دریو امریتونو په درلودلو سره د تحصیلي بنسټونو د استادانو او اداري کارکوونکو د تحصیلي اسنادو، څېړنیزو پروژو، د پوهنتونونو د جوازونو، پلانونو، د علمي سمینارونو، ورکشاپونو، د اسنادو، نتایجو او د تحصیلي بنسټونو د درسي چاپېریال د کتنې او اروزنې دندې پر غاړه لري.
د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست په تېرو شپږو میاشتو کې د ۱۸ دولتي پوهنتونونه او د خصوصي تحصیلي بنسټونو ۴۸ پوهنځیو ارزیابي کړې ده. دغه راز د ۱۲ خصوصي تحصیلي بنسټونو د فوق لېسانس، د ۱۲ دولتي پوهنتونونو لېسانس پروګرامونه یې ارزیابي کړي دي.
د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د استادانو او محصلانو ستونزې او قضیې څېړي او په اړه یې د وزارت له قوانینو او مقرراتو سره سمې پرېکړې کوي.