د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ښوونې او ظرفیت لوړونې امریت له لوري د ابراهیم نخعي رح اداري کارکوونکو، کندهار پوهنتون او د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون نویو ګمارل شویو اداري کارکوونکو لپاره پنځه ورځنۍ روزنیز ورکشاپ دائر شو.

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۶:۵۲
bhjdgasjdjas

 

د یاد ورکشاپ په پیل کې د ابراهیم نخعي رح رئیس قاضی عبدالصادق غزنوي د وزارت مقام او بشري سرچینو ریاست له توجه او همکارۍ څخه مننه وکړه او کارکوونکو ته یې د داسې ورکشاپونو دایرول ګټور وبلل، هغه زیاته کړه چې  باید د دې فرصت څخه په ښه توګه استفاده وشي.

 ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې آمر عبیدالله مولایي د ورکشاپ په اړه معلومات ورکړل، او ویې ويل چې په یاد ورکشاپ کې به د لوړو زده کړو وزارت د تشکیلاتي جوړښت، د اداري اسنادو مدیریت، اداري مهارتونو لوړولو، اداري مراسلاتو ترتیبول، پلان جوړونې او کمپیوټر مهارتونو په اړه زده کړې ورکړل شي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS