د لوړو زده کړو وزارت د زده کړیالانو چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت د زده کړیالانو چارو د سرپرست معین انجنیر سید محمد اسماعیل روحاني په مشرۍ تر سره شوه.
۱۴۰۰کال، د لېندۍ ۱
د لوړو زده کړو وزارت د زده کړیالانو چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت د زده کړیالانو چارو د سرپرست معین انجنیر سید محمد اسماعیل روحاني په مشرۍ تر سره شوه.
په دغه ناسته کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ځینو محصلانو د تبدیلۍ، د هرات پوهنتون د ځینو محصلانو او فارغانو د نومونو اصلاح او تخلص تغییراو همدارنګه د ځينو نورو دولتي او خصوصي محصلانو د ستونزو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه د محصلانو د معینیت شورا وویل، چې په هېواد کې د امنیتي حالت په ښه کېدو سره، په مرکز او ولایتونو کې د محصلانو د تبدیلۍ غوښتنې زیاتې شوي دي. د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت سرپرست ټینګار وکړ، چې د ځوانانو د زده کړو د دوام لپاره دې په هېواد کې لازمې اسانتیاوې رامنځ ته شي.
دغه راز د محصلانو چارو د معینیت شورا غړو، د نویو شامل شوو محصلانو د نوملیکنې او د ځينو خصوصي تحصیلي بنسټونو له لوري ورته د ټولګي نه جوړېدو په اړه خبرې وکړې او د اړتیا وړ حلارې یې په پام کې ورته ونیولې.