د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ د مالي او اداري معینیت د انسجام ناسته ترسره شوه
23/9/1443
5/2/1401
د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ د مالي او اداري معینیت د انسجام ناسته ترسره شوه.
یاده ناسته د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه او وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین وویل، چې د چارو د بریا راز له اوصولو او قوانینو سره سم د کارونو په تر سره کولو کې دی. نوموړي وویل: «اصلي بریا هغه ده، چې موږ په صادقانه ډول د خپلو مشرانو له لوري راسپارل شوي کارونه پای ته ورسوو او خپلو دنیوي او اخروي موخو ته ورسېږو.»
وروسته له اجنډا سره سم د مالي او اداري معینیت تر چتر لاندې ریسانو د اړوندو ریاستونو د موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړې وکړې او ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.