د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس په مشرۍ پلاوي د هلمند پوهنتون د کمپیوټر لېب لپاره له ځانګړې شوې ساحې څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د ټکنالوژۍ ریاست او هلمند پوهنتون د زیربناء ریاست ګډ پلاوي، چې مشري یې د لوړو زده کړو وزارت د ټکنالوژۍ رئیس احمد ضیاء جبارخېل کوي، د هلمند پوهنتون کمپیوټر لېب لپاره د ځانګړې شوې ساحې څخه د لېدنې پرمهال وویل، چې ددې پوهنتون لپاره به بهترین او د نوي سیستم سره سم کمپیوټر لېب جوړ کړي او همدارنګه یې د هلمند پوهنتون د نيټورک سیستم، ډېټابیس او سرور روم له برخو څخه هم لیدنه ترسره او د قوي کولو ژمنه وکړه.
بل لور ته د هلمند پوهنتون مسؤلینو له ورغلي پلاوي مننه وکړه او ترې یې وغوښتل، چې د نېمګړو پروژو په بشپړولو کې د دوی غوښتنې د وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړي.