د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ تر سره شوه.

nasir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۹ - ۱۲:۳۰
sdgsdvc

۱۴۴۴/۱/۱۲
۱۴۰۱/۵/۱۹
د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ تر سره شوه. 
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د تېر یوه کال کړنو او لاسته راوړنو ته اشاره وکړه، د تېر یوه کال نیمګړتیاوې یې په ګوته او په راتلونکي کې یې د نه تکرار په موخه اړوندو مسؤلانو ته سپارښتنې وکړې. 
وروسته له اجنډا سره سم د رهبري شورا غړو د دولتي تحصیلي بنسټونو د معیاري کولو او خصوصي تحصیلي سکټور پر اصلاح، د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (انستو) د ډیپلوم فارمټ، د تحصیلي مشورتي خصوصي شرکتونو د فعالیت پر څرنګوالي او ځينو نورو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه او له قوانینو سره سمې پرېکړې وکړې. 
همدارنګه د ځينو موضوعاتو د څېړنې لپاره کمېټې رامنځته شوې، چې د اړوندو موضوعاتو په اړه کره معلومات راټول او په راتلونکې رهبري شورا کې یې وړاندې کړي او ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د کنفرانس په دویمه ورځ د کورنیو او بهرنیو متخصصینو لخوا ۶۲ څېړنیزې مقالې وړاندې شوې

 

د کابل پوهنتون «د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړی نړیوال کنفرانس » په دویمه ورځ د کورنیو او بهرنیو استادانو او متخصصینو لخوا ۶۲ څیړنیزې مقالې وړاندې شوې.

 

د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۵:۵۵
Background image

د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړي نړیوال کنفرانس کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د وینا مهم ټکي:

 

1ـ د خوښۍ ځای دی چې موږ او تاسو نن په اسلام‌، علم او جهاد پاله خاوره، د شهیدانو، غازیانو، امیرانو او قدرمن امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله ټاټوبي کې په یوه داسې علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۰:۳۶
Background image

د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړی نړیوال کنفرانس پیل شو 

 

یاد کنفرانس په کندهار ولایت کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري، د ا.ا.ا مرکزي ویاند. . .

BACK TO NEWS