د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندامحمد ندیم صاحب په مشرۍ د دغه وزارت د محصلانو چارو معین، مالي او اداري معین ، مرکزي رئیسانو او د مرکزي پوهنتونونو رئيسانو په ګډون، تر سره شوه.

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۵ - ۱۲:۵
hfjkhfkjg

دغه راز سرپرست وزیر صاحب زیاته کړه:« د وزارت تر چتر لاندې ټول دولتي مسؤلین او کارکوونکي باید خپل فکر، سیرت او صورت د اسلامي اصولو سره سم برابر کړي او داسې کړنې ترسره نه کړي، چې د اسلام مبارک دین سره په ټکر کې اوسي.»
 
له اجنډا سره سم، د شورا غړو له لوري، په پوهنتونونو او تحصیلي مؤسسو کې د دارالعلوم فارغانو د شمولیت، د هغو علمي کادري غړو چې په بهر کې یې زده کړې بشپړې کړې تقرر، د خصوصي تحصیلي بنسټونو له لوري له ظرفیت څخه د ډېرو محصلانو جذب، د ځینو لغوه شویو تحصیلي بنسټونو د محصلینو برخلیک، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د اسنادو(ټرانسکریپټ) فارمټ واحد کولو په شمول بېلابېل موضوعات شریک شول، چې د شورا غړو لخوا د ځینو موضوعاتو حل په موخه پلاوي وټاکل شول او پر ځینو موضوعاتو بحثونه ترسره، نظرونه شریک او لازم تصمیمونه ونیول شول.
نېټه: چهار شنبه 
۲۱/۴/۱۴۴۴ هـ.ق  ۲۵/۸/۱۴۰۱ هـ.ش  ۲۰۲۲/۱۱/۱۶
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS