د لوړو زده کړو وزارت علمي معینیت شورا ناسته، د دغه معینیت د سرپرست دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ ترسره او د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خبرې او نظرونه وړاندې شول
۱۴۰۰کال، د لېندۍ ۱۰مه، لوړو زده کړو وزارت
د لوړو زده کړو وزارت علمي معینیت شورا ناسته، د دغه معینیت د سرپرست دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ ترسره او د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خبرې او نظرونه وړاندې شول.
په دغه ناسته کې له اجنډا سره سم د هغه فوق لېسانس پروګرامونو د محصلانو د برخلیک ټاکلو په اړه، چې تر اوسه یې له قانون سر سم او په خپل وخت د تېزس په دفاع کولو نه دي توانېدلي بحث وشو او همدارنګه د مرکز خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د اختصاصي ارزونې د پایلو راپور چمتو کول، د نظارت او ارزونې ریاست اړوندو کمیسیونونو د کار بیا پیل، د هېواد له اړتیاوو سره سم د ملي او بین المللي ژورنالونو د معیارونو د ارزونې لپاره د چلنلارې ترتیب او په نورو فرعي موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.