د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د ننګرهار پوهنتون د نیالګیو کېنولو په کمپاین کې ګډون وکړ.
۱۴۰۰کال، د مرغومې ۹مه
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د ننګرهار پوهنتون د نیالګیو کېنولو په کمپاین کې ګډون وکړ.
په دغه کمپاین کې د ننګرهار پوهنتون رییس، استادانو، د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي، د پوهنتون اداري کارکوونو او مدني فعالینو ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او مسوولانو د دغې نېک اقدام ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د نیالګیو کېنول د هر فرد دیني او اخلاقي وجیبه ده.
همدارنګه نوموړي د لوړو زده کړو وزارت اړوندو ټولو کارکوونکو او مسوولانو ته سپارښتنه وکړه، چې د هېواد، په ځانګړي ډول تحصیلي مرکزونو د سمسورتیا په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
د یادولو وړ ده چې په یاد کمپاین کې به د ننګرهار پوهنتون په انګړ کې شاوخوا (۷ زره) مېوه لرونکي، بې مېوې او زینتي نیالګي کېنول شي، چې دغه نیالګي به د ننګرهار کانال ریاست او کرنې پوهنځي څخه تر لاسه شي.