د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ، د افغانستان زوني او مرکزي پوهنتونونو تر منځ د خپل منځي او له بهرنیو پوهنتونو سره د اړېکو او ګډو علمي همکاریو رامنځ ته کولو په پار ناسته تره سره شوه
۱۴۰۰کال، د مرغومې ۷مه
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ، د افغانستان زوني او مرکزي پوهنتونونو تر منځ د خپل منځي او له بهرنیو پوهنتونو سره د اړېکو او ګډو علمي همکاریو رامنځ ته کولو په پار ناسته تره سره شوه.
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین، د وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د مرکزي پوهنتونونو رئیسانو او همدارنګه د ولایتونو د پوهنتونونو استازو په انلاین ډول ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ټولو پوهنتونونو ته سپارښتنه وکړه، چې په خپلو پخوانیو هوکړو ودریږي او د افغانستان پوهنتونونو تر منځ خپل منځي علمي اړېکې جوړې کړي.
دغه راز د افغانستان د تحصیلي نظام د پرمختګ لپاره د بهرنیو هېوادونو له پوهنتونونو سره د لوړو زده کړو له قانون او مقرراتو سره سم دوه اړخېزې هوکړې وشوې.
همدارنګه په یادو موضوعاتو د ناستې ګډونوالو هر اړخېز بحث وکړ او خپل نظرونه یې له یو بل سره شریک کړل.