د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په کابل کې د ایران اسلامي جمهوري دولت د سفیر له مرستیال سره وکتل.
۱۴۰۰کال، د لېندۍ ۲۸مه
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په کابل کې د ایران اسلامي جمهوري دولت د سفیر له مرستیال سره وکتل.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معینیت سرپرست دوکتور لطف الله خیرخواه په کابل کې د ايران د سفیر له مرستیال مهدي کریمي سره وکتل او پر دوه اړخیزو علمي او اکاډمیکو همکاریو یې خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معینیت سرپرست په علمي برخو کې د جمهوري اسلامي ایران له همکاریو مننه وکړه او ویې ویل: «د خپل غمځپلي هېواد د ودانولو او زرغونتیا لپاره، همکاریو او متخصصو کسانو ته اړتیا لرو.»
وروسته په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال مهدي کریمي وویل، چې هېواد یې د پخوا په شان افغان ځوانانو ته د تحصیلي سکالرشيپونو ورکولو ته ژمن دی.
د ایران د سفیر مرستیال په تحصیلي برخو کې له افغانستان سره د همکاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې ایران تیار دی د افغانستان لومړیتوبونو ته په کتو په مختلفو برخو کې مختصصین وروزي.
دواړو اړخونو د عدالت، روڼتیا او زماني محدودیت په پام کې نیولو سره د تحصیلي سکالرشيپونو د وېش پر طریقه بحث وکړ او نظرونه یې سره شریک کړل.