د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معینیت شورا د همغږۍ غونډه د دغه وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ ترسره شوه.

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۹:۳۹
kdsjksdkdsk


په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د دغه معینیت د همغږۍ غونډو د لا ښه تنظیم په اړه وینا وکړه او د غونډې غړو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
ورپسې د غونډې د معمول له مخې د تېرې غونډې پر پرېکړو لنډه کتنه وشوه او اړوندو رئیسانو خپل راپورونه وړاندې کړل.
وروسته، د اجنډا سره سم، د فارم ایډیکس او افغان ایکس پلیټ فارمونو د بیا فعالولو څرنګوالي، د کادري روغتونونو سیستم چمتو کولو، د نړیوالې څیړنې او مطالعاتو شبکې سره یوځای کولو، د بدخشان پوهنتون نوې تدریسي ودانۍ ترمیم، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون په کمپیوټر ساینس پوهنځی کې د شپنۍ دورې د دوه پروګرامونو په پیل او د بلخ پوهنتون د اسلامي تعلیماتو په پوهنځي او نورو موضوعاتو په اړه بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS