د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او ورسره پلاوي غزني ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د دغه ولایت له والي سره ولیدل.

۱۴۴۳/۱۰/۲۵
۱۴۰۱/۳/۵
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او ورسره پلاوي غزني ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د دغه ولایت له والي سره ولیدل.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب او ورسره پلاوي د غزني له والي خلیفه صاحب محمد اسحاق اخندزاده سره د لیدنې پر مهال په دغه ولایت کې د لوړو زده کړو پر پراختیا ټینګار وکړ او له والي صاحب څخه یې وغوښتل، چې لوړو زده کړو ته د غزني د ځوانانو د تشویق او د لوړو زده کړو وزارت د پالیسیو د عملي کولو په برخه کې همکاري وکړي. همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د غزني له والي څخه وغوښتل، چې د غزني تخنیکي پوهنتون د ودانیو ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د غزني والي محمد اسحاق اخندزاده وویل، چې زموږ ځوانان دیني او عصري زده کړو ته اړتیا لري او موږ د دغو دواړو برخو د پرمختګ لپاره هڅې کوو. نوموړي په غزني کې د لوړو زده کړو د پرمختګ او د علم په برخه کې له استادانو او محصلینو سره د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادولو وړ ده، چې د یاد سفر په جریان کې مولوي حافظ محمد حامد حسیب او ورسره پلاوي د غزني له پوهنتون څخه هم لیدنه وکړه، د یاد پوهنتون د مسؤلانو ستونزې یې له نېږدې واورېدې او د حل په برخه کې یې ژمنې ورسره وکړې.