د لوړو زده کړو وزارت مرکز، مرکزي او ولایتي تحصیلي بنسټونو خالي اداري بستونو لپاره له سلو تنو نوماندانو څخه د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه. 

nasir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۱:۳۳
1122000012000012


یاده ازموینه کار اهل کار ته د سپارلو په موخه، د لوړو زده کړو وزارت بشري سرچینو ریاست له لوري واخیستل شوه، چې د هېواد له هر ګوټ څخه پکې نوماندانو ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو وزارت بشري سرچینو او اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رئیس صاحبانو له یادې ازموینې څخه څارنه کوله، چې ګډونوالو ته یې د ازموینې پروسې په اړه د معلوماتو تر څنګ، هغوی ته د روڼتیا په اړه ډاډ ورکړ. 
د یادونې وړ ده چې مخکې تر دې هم لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو او دویمي واحدونو د خالي اداري بستونو لپاره له شاوخواه ۱۲زره داوطلبانو څخه د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه اخیستې او خالي بستونو ته یې معرفي کړي دي.

نېټه: پنجشنبه

 مورخ: ۴/۹/۱۴۴۵ هـ ق ۲۴/۱۲/۱۴۰۲ هـ ش ۱۴/۳/۲۰۲۴ م

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS