د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د خپل کاري سفر په ترڅ کې د سمنګان لوړو زده کړو او مولانا جلال الدین محمد بلخي خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۶ - ۷:۳
xzzczx

د لوړو زده کړو وزارت خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ، په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس انجنیر روح الله روحاني، د مالي او اداري چارو رئیس عبدالباري خپلواک هم حضور در لود، د سمنګان لوړو زده کړو مؤسسې د ۱۴۰۱کال کانکور له لارې د محصلینو د جذب ظرفیت امکانات له نږدې وکتل او د یادې مؤسسې د مختلیفو علمي او اداري چارو څارنه او ارزونه یې وکړه.
همدارنګه یاد پلاوي په سمنګان ولایت کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې له بېلابېلو څانګو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه. 
د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د یادو تحصیلي بنسټونو له مشرتابه، استادانو او اداري کارکوونکو سره په یوه ناسته کې، په دغو بنسټونو کې د اسلامي او افغاني ارزښتونو مراعاتولو او د لوړو زده کړو وزارت پالیسیو د عملي کولو په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې، چې د یادو تحصیلي بنسټونو د رهبرۍ له لوري ډاډ ورکړل شو.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS