د لوړو زده کړو وزارت په هڅو په بهرنیو هېوادونو کې په زده کړو بوختو استادانو د معاشاتو د اجراء پرېکړه د ریاست الوزراء له لوري تاييد شوه.
د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه په هلو ځلو د هغو استادانو، چې دمګړۍ په بهرنیو هېوادونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا په برخو کې په زده کړو وخت دي د ریاست الوزراء له لوري د معاشاتو د اجراء پرېکړه تاييد شوه او تر دې وروسته به د تېر په څېر د دوی معاشات ورکړل شي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د یادو استادانو د معاشاتو اجراء کېدل لغوه شوې وه