د لوړو زده کړو وزیر د خاتم النبیین پوهنتون په علمي باور جشن کې ګډون وکړ

baqir_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۱۰:۵۷
ال

لوړو زده کړو وزارت باید پر ټولو سکټورونو خپل رول او اغېزه د څېړنې او پوهې له لارې وښيي.

دغه خبره د لوړو زده کړو وزیر د خاتم النبیین پوهنتون علمي باور ورکولو جشن په مراسمو کې وکړې.

د لوړو زده کړو وزیر د خاتم النبیین پوهنتون مشرتابه د علمي باور ورکولو د سند تر لاسه کولو له امله مبارکي وویله او د لوړو زده کړو بنسټونو پر وړاندې یې د لوړو زده کړو وزارت لیدلوري څرګند کړ. دغه راز زیاته یې کړه چې د علمي باور تر لاسه کول، پوهنتونونه دې ته تیاروي، څو د خپل پرمختګ پروګرامونه په جدي توګه وڅاري.

هغه له علمي بنسټونو سره د کیفیت لوړولو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت ژمنې ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې زده کړې به د وخت له غوښتنو او نویو معیارونو سره سمې تعریف کړي او همدارنګه زده کړې به د حفظ کولو له محور څخه د څېړنې محور ته راولي.

دوکتور عباس بصیر ټینګار وکړ، چې څېړنه او د فکر رامنځته کول په اکاډمیکو کړنو کې یو اړین عنصر دی او لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي، څو د لوړو زده کړو بنسټونو علمي څېړنې د نوښت او تخلیق لامل شي

د خاتم النبیین پوهنتون مشر دوکتور محمد وحید بینش د دغه پوهنتون د زده کړو د موخو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د علمي اثارو رامنځته کول د علمي معیارونو په مراعاتولو سره د پوهې او کلتور عامول او له هلکانو سره سم، تر ۵۰سلنې د نجونو جذب زموږ له لاسته راوړنو څخه دي.

دوکتور بینش زیاته کړه چې خاتم النبیین علمي بنسټ تل درس او څېړنه سره یو ځای کړي دي او هڅه کوي څو د معتبرو زده کړو د چاپېریال برابرولو له لارې د ټولنې تمې په سمه توګه پوره کړي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS