د لیسانس په کچه د هندوستان هیواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا

Azizorayakhel.admin

Due

-

د بهرنیو چارو محترم وزارت د ۱۳۹۹ زمري (اسد) ۲۴ نیټې (۶۴۲۳) نمبر مکتوب په اساس د هندوستان هیواد د لیسانس په کچه د , یوروفیډیا، یوګا، طبیعي او یوناني علاج او طب په څانګو کې د تحصیلي بورسونو له ورکړي څخه خبر ورکړی دی. او د لوړو زده کړو وزارت د مقام د لارښونې سره سم په آزاده بڼه اعلان ته سپارل کیږي

د بورسونو شرطونه:

له انګلیسي ژبې سره بلدیت

دwww.a2ascholarships.iccr.gov.in A2A ICCR   ویب سایټ سره سم د غوښتني او روغتیا فورمونه چمتو کول.

د تګ را تګ ټیکټ کیدای شي د بورسونو ورکونکي مرجع په غاړه وي.

نورې آسانتیاوې لکه فیس، لیلیه، لابراتوار او نور د بورسونو ورکونکي مرجع له اړخه ورکول کیږي.

نوماندان کولای شي چې د دریو پوهنتونو/ انستیتوتونو څخه یو وټاکي چې له قبولي څخه وروسته بیا د تبدیلۍ حق نلري.  

تدریس به په انګلیسې یا اردو وي.

د لیسانس دورې متقاضیانو د نمرو سلنه باید له ۷۰ څخه کمه نه وي.

د اړتیا وړ سندونه:

د ښوونځي شهادتنامه

الیکټرونیکي پاسپورټ درلودل

د تابعیت تذکیره

د روغتیایې فورم بشپړول

بناءً ټولو په شرایطو برابرو کسانو ته خبر ورکول کیږي چې ددې خبرتیا له خپریدو سره سم د ۲۰۲۰ د جولای ۳۱ چې د ۱۳۹۹ زمري(اسد) ۱۰ نیټې څخه تر دمخه په www.a2ascholarships.iccr.gov.in  ویب سایټ کې نوم لیکنه وکړي، فورم یې پرنټ کړي او د اړوندو بورسونو نورو فورمونو د تر لاسه کولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت ۲۱ نمبر غرفې ته له خپلو اصلي اسنادو سره مراجعه وکړي، البته له دغې خبرتیا سره دری پاڼې ضمیمه هم شته دی.

یادښت: د پورته ذکر شوي بورسونو د ضمیمو ترلاسه کولو لپاره په لاندې لینک کلیک وکړئ:

دانلود

آخرین بورسیه ها

دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۶ - ۶:۶
Background image

د ماسټري او دوکتورا په برخه کې د مصر هیواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا

د مصر  لوړو زده کړو وزارت د افغانستان او مصر دولتونو تر منځ د موجود پروتوکول په اساس خپل ۱۲ سیټه مختلف تحصیلي بورسونه، چې د هغو له جملې څخه ۴ سیټه د لیسانس، ۴ سیټه د ماسټري او ۴ سیټه د . . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۶ - ۶:۱
Background image

د لیسانس په برخه کې د مصر د تحصیلي بورسونو خبرتیا

د افغانستان د بهرنیو چارو محترم وزارت د 28/4/1399 نیټې6441 ګڼې مکتوب په اساس د مصر هیواد د لیسانس دورې د ۴ سیټه بورسونو د ورکړي څخه خبر ورکړی دی.

عمومي شرطونه:

۱- د الوتکې د تګ را . . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۶ - ۵:۵۷
Background image

د ماسټري او دوکتورا په کچه د هندوستان هیواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا

د بهرنیو چارو محترم وزارت د رسمي مکتوب په اساس د هندوستان هیواد د ماسټري او دوکتورا په کچه د (Yoga, Unani, Siddha and Homeopathy Ayurveda) په څانګو کې د تحصیلي بورسونو له ورکړي څخه خبر . . .