د لیسانس په کچه د هندوستان هیواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا
Due
-
د بهرنیو چارو محترم وزارت د ۱۳۹۹ زمري (اسد) ۲۴ نیټې (۶۴۲۳) نمبر مکتوب په اساس د هندوستان هیواد د لیسانس په کچه د , یوروفیډیا، یوګا، طبیعي او یوناني علاج او طب په څانګو کې د تحصیلي بورسونو له ورکړي څخه خبر ورکړی دی. او د لوړو زده کړو وزارت د مقام د لارښونې سره سم په آزاده بڼه اعلان ته سپارل کیږي
د بورسونو شرطونه:
• له انګلیسي ژبې سره بلدیت
• دwww.a2ascholarships.iccr.gov.in A2A ICCR ویب سایټ سره سم د غوښتني او روغتیا فورمونه چمتو کول.
• د تګ را تګ ټیکټ کیدای شي د بورسونو ورکونکي مرجع په غاړه وي.
• نورې آسانتیاوې لکه فیس، لیلیه، لابراتوار او نور د بورسونو ورکونکي مرجع له اړخه ورکول کیږي.
• نوماندان کولای شي چې د دریو پوهنتونو/ انستیتوتونو څخه یو وټاکي چې له قبولي څخه وروسته بیا د تبدیلۍ حق نلري.
• تدریس به په انګلیسې یا اردو وي.
• د لیسانس دورې متقاضیانو د نمرو سلنه باید له ۷۰ څخه کمه نه وي.
د اړتیا وړ سندونه:
• د ښوونځي شهادتنامه
• الیکټرونیکي پاسپورټ درلودل
• د تابعیت تذکیره
• د روغتیایې فورم بشپړول
بناءً ټولو په شرایطو برابرو کسانو ته خبر ورکول کیږي چې ددې خبرتیا له خپریدو سره سم د ۲۰۲۰ د جولای ۳۱ چې د ۱۳۹۹ زمري(اسد) ۱۰ نیټې څخه تر دمخه په www.a2ascholarships.iccr.gov.in ویب سایټ کې نوم لیکنه وکړي، فورم یې پرنټ کړي او د اړوندو بورسونو نورو فورمونو د تر لاسه کولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت ۲۱ نمبر غرفې ته له خپلو اصلي اسنادو سره مراجعه وکړي، البته له دغې خبرتیا سره دری پاڼې ضمیمه هم شته دی.
یادښت: د پورته ذکر شوي بورسونو د ضمیمو ترلاسه کولو لپاره په لاندې لینک کلیک وکړئ: