د لېسانس دورې لپاره د شپې لوړو زده کړو د مقررې د تعدیل او بیا کتنې په اړه غونډه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ جوړه شوه.
دوشنبه، ۸ حمل ۱۴۰۱
د لېسانس دورې لپاره د شپې لوړو زده کړو د مقررې د تعدیل او بیا کتنې په اړه غونډه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت سلاکارانو، د دغه وزارت د مرکزي دفترونو یو شمېر رئیسانو او د مرکز د څلور ګونو پوهنتونونو (کابل پوهنتون، کابل طبي پوهنتون، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او پولي تخنیک پوهنتون) استازو ګډون کړی وو.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د شپې د پروګرامونو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، دا پروګرامونه د کارکوونکو او نورو محصلینو لپاره یوه ښه تحصیلي زمینه ده، نو اوس اړتیا ده چې د لېسانس په څانګه کې د شپې پروګرامونو لپاره مقررات تعدیل او بیا کتنه یې وشي.
ورپسې د غونډې غړو له اجنډا سره سم،
د طبیعي او ټولنیزو علومو په جلا کولو سره د شپې برنامې رامینځته کولو څرنګوالي،
د دې پروګرامونو د نصاب یووالي او د تحصیلي فیس اړوند خبرې وکړې.
د شپې د لوړو زده کړو د مقررې د تعدیل او بیا کتنې په غونډه کې د ولایتونو له پوهنتونونو څخه د ترلاسه شویو پلانونو او نظریاتو په اړه هم خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.