د هندوستان هیواد د لیسانس په کچه د تحصیلې بورسونو خبرتیا

baqir_hiadari

Due

-

د هندوستان هیواد د ساینس او ټکنالوژۍ په کالج(Quest College of Science & Technology ) کې چې هندوستان په چانډیګر ښار کې موقعیت لري د تحصیلې بورسونو په ۷۵ او ۷۰ سلنه تخفیف سره په مختلفو کچو د لیسانس  په کچه کې خبر ورکړی دي او همدارنګه د لیسانس په کچه د  دریو وړیا بورسونو خبر یې هم ورکړی دي.

نو هغو غوښتونکو ته چې په ۱۳۹۵- ۱۳۹۷ کال کې فارغ شوي او د دریو کلنو نمرو منځنۍ سلنه یې تر۷۵ لوړه وي کولای شې یادو بورسونو ته نوم لیکنه وکړي.

د ضرورت وړ اسناد:

  • د ښونځې شهادت پاڼه
  • د تابعیت تذکره

د پورتنۍ بورسیې مینوال کولاۍ شې تر ۲۵/۱۰/۱۳۹۸ نیټې پورې د یادو بورسونو د نوم ثبتولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د پزیرش ۲۱ نمبر غرفې ته له خپلو اصلې اسنادو سره مراجعه وکړي.

د یادونې وړ ده چې محترم غوښتونکې کولای شې  نورو معلومات چې د همدې خبرتیا سره ضمیمه شوی دی لاسته راوړي.

دانلود

آخرین بورسیه ها

شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۸ - ۶:۷
Background image

د ازبکستان هيواد د لیسانس دورې تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د کابل میشت ازبکستان سفارت د خپلې 01/362-UZ شمیرې20/12/2019 نیټې يادونې په ترڅ کې لوړو زده کړو وزارت ته د2020/2021 کلونو لپاره په بیلابیلو څانګو کې د ازبکستان هيواد تحصيلي بورسونو د ۵۰ . . .

شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۸ - ۶:۵
Background image

د مالیزیا هېواد د لیسانس دورې تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مالیزیا هېواد د البخاري پوهنتون د لیسانس دورې له ۲۰- ۳۰ سيټه بورسونو د ورکړې خبر ورکوي.

شرایط:
۱ – نوماند باید له دولسم ټولګي څخه فارغ وي.
۲ – د . . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۳ - ۹:۲۱ کابل
Background image

د هندوستان هیواد د کوویسټ ماسټرۍ دورې تحصیلي بورسونو خبرتیا

د هندوستان هیواد د خپلو علمي او فرهنګي همکاریو په چوکاټ کې د ماسټرۍ دورې د تحصیلي بورسونو د (۴۷) سیټونو له ورکړې څخه د لاندې کټګوریو په تفکیک سره:

(۴۰) سیټه بورسونه د (۷۵) سلنې د . . .