د هیلپنګ هنډ مؤسسې د مسلکي زده کړو مسؤل د ننګرهار پوهنتون انجنیري پوهنځی محصلینو ته د (Primaveral P6, AutoCaD 2D+3D, Ms Project) سافټویرونو په برخه کې د روزنې ژمنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د هیلپنګ هنډ مؤسسې د مسلکي زده کړو مسؤل حبیب الله رحیمي سره د لیدنې پر مهال د ننګرهار پوهنتون انجنیري پوهنځی ۶۰ تنو محصلینو ته د یادو سافټویرونو په برخه کې د زده کړو ورکولو په اړه خبرې وکړې.
د ننګرهار پوهنتون رئیس د هیلپنګ هنډ موسسې له مسؤلینو د مننې تر څنګ، د انجنیري پوهنځی رئیس ته سپارښتنه وکړه، چې د محصلینو په ورپېژندلو کې له نوموړې ادارې سره همکاري وکړي.
همدارنګه د هیلپنګ هنډ مؤسسې د مسلکي زده کړو مسؤل د ننګرهار پوهنتون د نورو پوهنځیو محصلینو ته په بېلابېلو برخو کې د روزنیزو کورسونو جوړولو ژمنه وکړه او ویې ویل چې په دې اړه به په نږدې راتلونکي کې د پوهنتون له ادارې سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړي.