د هېواد د لوړو زده کړو بنسټونو د انجنیرۍ او کرنې څانګو د فوق لیسانس برنامو ۲۲ رشتو دریم پړاو کلستر نن پیل شو.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۴:۴
546503.000000000000000


د غونډې په پيل کې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئيس مفتي عبدالروف فراهي د  نصاب د بيا کتنې او پراختيا په برخه کې د تحصيلي نصاب د ریاست د کارونو او فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شوي نصابونه د تطبیق په موخه  د پوهنتونونو په واک کې ورکړل شي.
د لوړو زده کړو وزارت د نصاب رئیس همدا راز د انجنیري او کرنې څانګو کلستر کې شاملو استادانو څخه وغوښتل چې د یادو څانګو نصاب په اړه په دقت او مسؤلیت سره کار وکړي او نورو کارونو  لپاره یې د نصاب ملي کمیسیون ته وسپاري.
ورپسې د ملي نصاب تحصيلي کميسيون غړي پوهنوال فاروق شاه د يادو څانګو د نصاب د بيا کتنې او پراختيا درېیم پړاو له پيل څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، کلستر کې شاملو استادانو څخه وغوښتل چې خپلې چارې د تحصیلي نصاب د کاري مېتود په ډول پر مخ بوزي او د دوی په اختیار کې یې ورکړي. 
نېټه: شنبه
۲۳/۶/۱۴۴۵ هـ ق ۱۶/۱۰/۱۴۰۲ هـ ش ۶/۱/۲۰۲۴ م

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۶:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کندهار پوهنتون، طب پوهنځي او تدریسي روغتون له استادانو او ډاکټرانو سره د کتنې ترڅنګ د ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې څخه لیدنه وکړه.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې څخه د لیدنې سربېره د کندهار پوهنتون، طب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۸:۱۶
Background image

د هېواد د تحصیلي  بنسټونو د کرنې څانګې لېسانس برنامو د لومړي پړاو لومړي ګروپ کلسټر پای ته ورسېد.

د هېواد د تحصیلي بنسټونو د کرنې د لېسانس برنامو د ۱۲ څانګو لومړی پړاو لومړی ګروپ کلسټر  د کرنې پوهنځیو د رئیسانو، د څانګو امرینو، استادانو او د اړوندو ادارو د استازو په ګډون په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) له مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره وکتل او په دغه پوهنتون کې یې یو شمېر پروژې منظورې کړې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم کندهار ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) له مسؤلینو، استادانو او. . .

BACK TO NEWS