د هېواد د لوړو زده کړو بنسټونو د انجنیرۍ او کرنې څانګو د فوق لیسانس برنامو ۲۲ رشتو دریم پړاو کلستر نن پیل شو.
د غونډې په پيل کې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئيس مفتي عبدالروف فراهي د نصاب د بيا کتنې او پراختيا په برخه کې د تحصيلي نصاب د ریاست د کارونو او فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شوي نصابونه د تطبیق په موخه د پوهنتونونو په واک کې ورکړل شي.
د لوړو زده کړو وزارت د نصاب رئیس همدا راز د انجنیري او کرنې څانګو کلستر کې شاملو استادانو څخه وغوښتل چې د یادو څانګو نصاب په اړه په دقت او مسؤلیت سره کار وکړي او نورو کارونو لپاره یې د نصاب ملي کمیسیون ته وسپاري.
ورپسې د ملي نصاب تحصيلي کميسيون غړي پوهنوال فاروق شاه د يادو څانګو د نصاب د بيا کتنې او پراختيا درېیم پړاو له پيل څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، کلستر کې شاملو استادانو څخه وغوښتل چې خپلې چارې د تحصیلي نصاب د کاري مېتود په ډول پر مخ بوزي او د دوی په اختیار کې یې ورکړي.
نېټه: شنبه
۲۳/۶/۱۴۴۵ هـ ق ۱۶/۱۰/۱۴۰۲ هـ ش ۶/۱/۲۰۲۴ م