د پیام نو مؤسسې مسؤلانو د غیر متمرکزو فاضلاب اوبو د ٪۹۵ تصفیې وروسته د خړوبولو لپاره د کارونې په موخه خپل پرېزنټېشن د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین ته وړاندې کړ.
۱۴۴۴/۱/۱۶
۱۴۰۱/۵/۲۳
د پیام نو مؤسسې مسؤلانو د غیر متمرکزو فاضلاب اوبو د ٪۹۵ تصفیې وروسته د خړوبولو لپاره د کارونې په موخه خپل پرېزنټېشن د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین ته وړاندې کړ.
د پیام نو مؤسسې مسؤلانو د غیر متمرکزو فاضلاب اوبو د تصفیې د ارزښت او د دغه سیسټم په اړه خپل تخنیکي او هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د تحصیلي بنسټونو د سمسورتیا لپاره یاد سیسټم ګټور وباله او په اوسنیو د وچکالۍ شرایطو کې یې د دغه سیسټم پر پلي کولو ټينګار وکړ.
د یادولو وړ ده چې یادې مؤسسې د غیر متمرکزو فاضلاب اوبو د تصفیه کولو او څاګانو کېدلو په اړه مخکې خپله طرحه وړاندې کړې وه.