د کابل پوهنتون کرنې پوهنځی کادري تخصصي ازموینه واخیستل شوه.
د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او علمي ترفیعاتو ریاست مسؤلانو له یادې ازموینې څارنه وکړه او د روڼتیا په اړه یې ډاډ ورکړ.
د تقرر او علمي ترفیعات ریاست د خصوصي تحصیلي بنسټونو د تقرر او انفکاک امر حمیدالله عابد د معلومات پر بنسټ، چې د کابل پوهنتون کرنې پوهنځی د بایو ټکنالوژي او کرنیزو تخمونو ډیپارټمنټ د یوه بست لپاره دوه تنو هغو داوطلبانو سیالي وکړه، چې د انګلیسي ژبې ازموینه یې په بریالۍ توګه پای ته رسولې وه.