د کريپټو کرنسي او بلاک چين ټکنالوژي په اړه معلوماتي سيمينار وړاندي شو

د هلمند پوهنتون اقتصاد پوهنځي د اداره او سوداګرۍ څانګې له خوا د کريپټو کرنسي او بلاک چين ټکنالوژي په اړه معلوماتي سيمينار وړاندي شو.
دغه سیمینار د یاد پوهنځي استاد نوماند پوهنیار اسدالله اندیال لخوا وړاندې شو. په ياد سيمينار کي د پوهنتون د علمي او اداري مرستيالانو په ګډون د پوهنځيو مشرانو، د څانګو آمرينو، د مرکزي څانګو آمرينو، استادانو، کارکوونکو، د اقتصاد پوهنځي زدکړیالانو، د بُست پوهنتون ځينو کارکوونکو او د پوهنتون څخه بهر نورو علاقمندو او لوستو ځوانانو هم ګډون کړی و. په پيل کي د پوهنتون علمي مرستيال ښاغلي پوهنيار محمد نعيم دوست لنډې او ارزښتناکه ویناوې وکړې. نوموړي ورته سيمينارونه ډېر ارزښتمند وبلل او ويې ويل چي هلمند پوهنتون په دې برخه کې لا ډېر پخوا هلې ځلې پيل کړي او وخت ناوخت د پوهنتون استادان د مهمو علمي مسائلو په اړه معلوماتي سيمينارونه وړاندې کوي او دې لړۍ ته به په لاډېر غور سره نوره پراختيا هم ورکوي. تر دې وروسته په سيمينار کي د DLT او بلاک چين ټکنالوژۍ او کريپټو کرنسۍ (Cryptocurrency) د پيژندني، تاريخچې، جوړښت، د کار طريقې، په نړيواله کچه په کاروبار او تمويل کې يې اهميت، ستونزو، فرصتونو، ګټو، نيمګړتياوو او نورو اړونده مسائلو باندې په پنځو برخو کې هر اړخيزه او تفصيلي بحث وشو. دا چې بلاک چين ټکنالوژي د غير متمرکز الکترونيکي ډيټابېس په کارولو سره د معلوماتو او آنلاين معاملاتو د ثبت، ساتنې او لېږد يو نامتمرکز ليجر رامنځته کړي او د هغه پر بنسټ د کريپټو کرنسي چې په الکترونيکي ډول د رمز ګذاري شويو خوندي کوډونو پر بنسټ د يوې کرنسۍ په ډول طرح کېږي او د کاروبار له اړخونو پرته نور سازمانونه یا دولت پکې لاسوهنه نه شي کولای، د اقتصاد، آنلاين کاروبار او مالي چارو په برخه کي يې نوي او چټک بدلونونه راوستلي او په دې برخو کې يې د نوښتونو او نويو بدلونونو لپاره نوي لارې چارې رامنځته کړي دي.
کريپټو کرنسي او بلاک چين ټکنالوژي يوه نوې او په چټکتیا راپورته کېدونکې ښکارنده ده، اړينه ده چې په دې مسائلو باندې د ټولنې ځوان او تعليم يافته کهول په ځانګړي ډول د اقتصاد، کاروبار، مالي چارو او آنلاين سوداګرۍ په برخه کي کارکوونکو او مطالعه کوونکو ته په دې اړه منظم او مفصل پوهاوی ورکړل شي.
د بشپړو معلومانو وړاندې کول او تر لاسه کول کولای شي په دې برخه کې د نويو نوښتونو او بهیرونو سره اشنا شي، ټول معلومات تر لاسه کړي، په ګټو، پرمختګونو، لاسته راوړنو او همدارنګه په نيمګړتياوو، ستونزو او چيلنجونو باندې يې پوره وپوهېږي.
په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته د ځوابونو تر څنګ د سيمينار په اړه د ګډونوالو نظرونه هم واوريدل شول. ګډونوالو د سيمينار څخه پوره خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د دې ډول مهمو مسائلو په اړه د لا ډېرو معلوماتي سيمينارونو غوښتنه وکړه.