د ۱۴۰۱ کال کانکور ازموینې د څرنګوالي په اړه د لوړو زده کړو وزارت او ازموینو ملي ادارې تر منځ د همغږۍ ګډه ناسته تر سره شوه.
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني، د دولتي محصلانو رئیس استاد حامد یعقوبي، د ازموینو ملي ادارې رئیس پوهاند عبدالقدیر خموش او د دغې ادارې تخنیکي ټيم حضور درلود.
په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د ۱۴۰۱کال کانکور ازموینه به د روان کال په وږي (سنبله) میاشت کې واخیستل شي. دغه راز د ناستې غړو د ۱۴۰۱کال کانکور ازموینې له لارې په دولتي پوهنتونونو کې د محصلانو د جذب پر ظرفیت، د غیر مجوزو خصوصي تحصیلي بنسټونو د فارغانو د تحصیلي سویې د تثبیت ازموینې، د کانکور ازموینې طرزالعمل پر تعدیل او ورته نورو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وکړل.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې ټول هغه خصوصي تحصیلي بنسټونه باید د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰کال د اساس کتابونه د زمري (اسد) تر ۱۸ نېټې پورې لوړو زده کړو وزارت ته ولېږي، چې تر اوسه یې خپل د اساس کتابونه نه دي تکمیل کړي او د نه تکمیل په صورت کې به یې د ۱۴۰۱کال د خزاني کانکور ازموینه نه اخیستل کېږي او د دا ډول زده کړه ییزو بنسټونو نوملړ به د لوړو زده کړو وزارت او ازموینو ملي ادارې له پاڼو څخه خپور شي.