علمي – څېړنیز کنفرانس (د هېواد اوسنی وضعیت، فرصتونه او ننګونې) تر عنوان لاندې د ا.ا.ا لوړ پوړو چارواکو، څېړونکو، استادانو او محصلینو په ګډون په کابل پوهنتون کې تر سره شو.

nasir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۵ - ۱۱:۱۲
sasdasdas

په دې کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د هېواد د ستونزو او ننګونو په حل کې د تحصیلي بنسټونو د رول په اړه خبرې وکړې او ویې ویل،
دا چې د افغانستان مجاهد ولس د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو د خوندي کولو لپاره له تېرو څلورو لسیزو څخه زیاته مبارزه وکړه او دوی وکولای شول چې خپله خپلواکي ترلاسه کړي؛ خو له خپلواکۍ وروسته هم له ننګونو او ستونزو سره مخ دي، چې د له منځه وړلو لپاره یې د تحصیلي بنسټونو او د هېواد علمي کادري غړو رول مهم دی.
هغه زیاته کړه، د دغه نظام د بنسټونو د ټینګښت او د اقتصادي ستونزو د حل په موخه د هېواد تحصیلي بنسټونو ته اړتیا ده، چې د ځوانو کادري غړو په روزلو او له کاني زیرمو څخه په ګټې اخیستنې سره افغانستان د خودکفايۍ پر لور بوځي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د دغه کنفرانس له تنظیموونکو مننه وکړه او د هېواد په نورو تحصیلي بنسټونو کې یې د ورته کنفرانسونو په جوړولو ټینګار وکړ.

ورپسې د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د نظام د بنسټ د پیاوړتیا او د شته ننګونو په حل کې د خلکو د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
 هغه زیاته کړه، له جګړې وروسته په افغانستان کې ډېرې ننګونې او فرصتونه شته، چې د نظام او خلکو په همکارۍ او ګډو هڅو سره حل کېدای شي او په شته فرصتونو کې سراسري امنیت، یو واحد نظام، طبیعي زېرمې او نور شامل دي، چې کولی شي افغانستان د پرمختګ او ترقۍ پر لور بوځي.

دغه راز په ياد شوي کنفرانس کې د کابل پوهنتون رئيس دوکتور اسامه عزيز، د ټولنې د ستونزو په حل کې د تحصيلي بنسټونو د علمي او څېړنيزو فعاليتونو د ارزښت په اړه، د هېواد د حقوقي چارو کارپوه عبدالستار سعادت د حکومتوالۍ ، له جنګ وروسته هېوادونو، د قانون حاکمیت او د خپلواکۍ مفاهیمو، د افغان رسنۍ او څیړنیز مرکز بنسټ ایښودونکي عبدالجبار بهیر د ننګونو، د ا.ا.ا رسمیت پېژندلو، یو شمیر استادانو او ګډونوالو د یادې موضوع په اړه خبرې وکړې او خپلې علمي مقالې یې ولوستلې.

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS