په افغانستان کې د قطر سفارت مشاور د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره وکتل.
دغه ناسته چې د لوړو زده کړو وزارت د جلسو په خونه کې ترتیب شوې وه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا، د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز او د لوړ زده کړو وزارت د بهرنیو اړېکو او بورسونو د تنظیم رئیس دوکتور نظر محمد عرفان په ګډون، په افغانستان کې د قطر سفارت مشاور سعید عبدالله العیده او ورسره پلاوي ګډون کړی وو.
په دې ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د قطر هېواد له مرستو، افغانستان سره د ښو اړېکو لرلو، او په تېر کې د ا.ا.ا کوربه توب کولو مننه وکړه.
دغه راز ښاغلي حقاني د افغانستان په تحصیلي وضعیت، تحصیلي چاپیریال او تحصیلي ستونزو معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه سرپرست وزیر له یاد پلاوي د پوهنتونونو استادانو معاش لوړوالي، استادانو او محصلینو ته د جلا جلا ټرانسپورت او تحصیلي چاپیریال زمینې برابرولو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د راغلي پلاوي په استازولۍ په افغانستان کې د قطر سفارت مشاور سعید عبدالله العیده خبرې وکړې او د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر څخه يې د لنډ مهاله، منځمهاله او اوږد مهاله اړتیاوو لیست وغوښت ، ترڅو د قطر دولت ، خیریه بنسټونو د قطر سوداګرو او ورته نورو ممکنه لارو له لارې ورته رسېدنه وکړي.
دغه راز نوموړي په افغانستان کې د تعلیم، تحصیل او روغتیا په برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
هېره دې نه وي، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني تر دې وړاندې هم په هېواد کې د تحصیلي بنسټونو د پیاوړتیا په موخه د بهرنیو هېوادو له سفیرانو، استازو او مسؤلینو سره لېدنې ترسره کړې دي.