په لغمان پوهنتون کې د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ د مقالې لیکلو سیالۍ وشوه

baqir_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۱:۲۸
g

په یاده غونډه کې چې د لغمان پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو او محصلینو سربېره د لغمان ولایت مرستیال والي او یو شمېر ادارو مسوولانو ګډون درلود؛ د لغمان پوهنتون مشر دوکتور عصمت الله دراني  ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د اوبو او بندونو د ارزښت په اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د لغمان پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار ډېپلوم انجنیر میرویس صدیقمل د موضوع د اهمیت په اړوند خبرې وکړې او د دې ډول علمي غونډو پر دوام یې ټینګار وکړ.

 د لغمان ولایت مرستیال والي پوهنوال خواجه محمد عصامي د اوبو د کلتوري او دیني اهمیت په اړوند هر اړخیزه وینا وکړه، چې تر څنګ یې محصلین او ځوانان د موضوع د عامه پوهاوي په اړوند خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړل.

همدارنګه د لغمان پوهنتون د انجنیري پوهنځي یو تن استاد ښاغلی پوهنیار ډېپلوم انجنیر محمد نصیر وحدت د بندونو پر تخنیکي، ټولنیز او کلتوري ارزښت په اړوند خپل پرېزنټېشن وړاندې وکړ او د بندونو او اوبو د اهمیت په اړ یې هر اړخیزه وینا وکړه.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

BACK TO NEWS