په هندوستان هیواد کې(ICCR) د دوکتورا او ماسټري بورسونو د نوماندانو لپاره د ازموینې د کارت ترلاسه کولو او بایومیټریک نیټې په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

ناپیژنده (not verified)

Due

-

د هندوستان هیواد د (ICCR)   د ماسټرۍ او دوکتورا  ګروپي بورسونو لپاره ټولو  هغه   نوماندانو  ته ، چې په رسمي ډول یې  د بیلابیلو دولتي ادارو  او همدارنګه هغه ښځینه نوماندانې چې  په ازاد  ډول يې نومونه ثبت کړي دي او د  نومونو د لیست ضمیمه یې د دې خبرتیا سره شتون ولري، د دو شنبې ، سه شنبې او چهار شنبې په ورځو د ۱۳۹۸ د لیندئ په ۲۵، ۲۶،۲۷ نیټه د د لوړو زده کړو وزارت عمومې  پذیرش  21 شمیرې غرفې ته مراجعه وکړي او د ازموینې کارت ترلاسه کولو لپاره دې د  شهید رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون، او د بایومیټریک پروسې د بشپړولو لپاره دې د پولیتخنیک پوهنتون ادیتوریم ته د سهار (۹)

بجې د یوه قطعې 4x3 عکس، اصلي پیژند پاڼه او پنځه سوه (۵۰۰) افغانئ  د هندوستان هیواد بورسونو ته د ازموینې حق الشمول لپاره  مراجعه وکړي . او نوموړې ا زموینه به د جمعې په ورځ ، 29/9/1398 د ماښام په 8 بجو واخیستل شي.

د ازموینې پایلو د اعلانولو څخه وروسته ، هغه نوماندان چې ازموینه یې په بریالیتوب سره سرته رسولې وي  د ازموینې ملي ادارې لخوا د بریالي نوماند په توګه پیژندل کیږي او د ۱۳۹۸ د مرغومي ۷مه  پورې  فرصت لري چې  لاندې اجراآت سر ته ورسوي:

  • د لوړو زده کړو وزارت ویب  سایت www.mohe.gov.af  ته تر مراجعه کولو وروسته د افغانستان د بورسونو د مدیریت سیسټم باندې د کلیک کولو سره  نوم لیکنه کول .
  • د ICCR بورسونو آنلاین پورټال کې د انټرنټي سایټ له لارې  نوم لیکنه : www.a2ascholarships.iccr.gov.in
  • نوماندان باید د افغانستان بورسونو د مدیریت سیسټم کې ټول د اړتیا وړ فورمونه لکه :  د نوماندیدو فورمه ، ژمنلیک ، تضمین خط، او د روغتیا فورم  ( یو د معتبرو  لابراتوارونو  څخه چې   د روغتیا سرټفیکټ  ولري  ) ډک کړي. او د ښوونځي شهادتنامه  د بورسونو د مدیریت سیسټم له لارې د لوړو زده کړو وزارت ته واستوئ،  او په ورته وخت کې دې  خپل ټول اصلي سندونه د  ICCR بورس ورکونکي هیواد  آنلاین غوښتنلیک فارم پرنټ کولو په ګډون د لوړو زده کړو وزارت ته وسپارئ.

د افغانستان د بورسونو د مدیریت سیسټم د کارولو څرنګوالي زده کولو لپاره ، تاسو کولی شۍ د سیسټم کارونې لارښود ویډیو چې لینک یې د بورسونو مدیریت سیسټم کې شتون لري وګورئ.

۱- ښاغلي نوماندان کولی شي  چې د بورس ورکونکي هیواد  په ویب سایټ کې د نوم ثبتولو  د څرنګوالي  د نورو معلوماتو لپاره ددې خبرتیا  ضمیمه مطالعه کړي.

۲- ټول نوماندان اړ دي چې ډاډ ترلاسه کړي چې په فورمو کې چمتو شوي معلومات سم دي.

که چیرې د نوم ، تخلص ، د پلار نوم ، د پاسپورټ شمیره ، د پیژند پاڼې شمیره ، د زیږون کال ، دفراغت کال ، د خپلوانو معلومات او نور معلومات د اسنادو د پروسې په جریان کې ودریږي، د شکایت کولو حق نلري او د ورکړل شويو معلوماتو د سمولو لپاره به هیڅ فرصت ور نکړئ شي .

آزموینو لست

لارښونې فورم

 

 

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۹
Background image

د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۹
Background image

د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲
Background image

د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي . . .