په پروان پوهنتون کې د کمال خان بند پرانیستنې په پار د افغانستان د اوبو زېرمو مدیریت، علمي کنفرانس جوړ شو

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۶ - ۸:۲۸
g

په دغه کنفرانس کې چې د همدې پوهنتون ټولنیزو علومو او کرنې پوهنځیو له لوري جوړ شوی و، د پروان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهندوی ډاکټر سید مبین هاشمي، د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر له لوري علمي بنسټونو ته له پاملرنې او د هېواد په لویو ملي پروګرامونو کې د استادانو او محصلینو شریکولو له امله مننه وکړه او ویې ویل:"اوبه د بشر د ژوند تر ټولو اړین عنصر ګڼل شوی او له اوبو پرته ژوند ناشونی دی. که څه هم زموږ هېواد د اوبو زیاتې زېرمې لري، خو په مدیریت او سمې ګټې اخیستنې کې یې له ستونزو سره مخ یو، چې لوی لامل یې د اوبو په ارزښت د اکثریت ټولنې نه پوهېدل دي. د دغې برخې بحثونو علمي کولو او څېړنو له لارې کولی شو، دغه ستونزې له منځه یوسو او په دې برخه کې د بندونو جوړول یوه ګټوره پرېکړه ده."

وروسته د ټولنیزو علومو پوهنځي جغرافیې څانګې علمي کادر پوهنیار حبیب الله رادمنش د (د کمال خان بند او د افغانستان او ایران پر اړیکو یې سیاسي اغېزې) تر سرلیک لاندې کنفرانس وړاندې کړ.

دغه راز د پروان پوهنتون کرنې پوهنځي څو تنو محصلینو د لاندې مواردو په اړه خپلې مقالې ولوستې:

۱- د اوبو اقتصادي اهمیت؛

۲- د اوبو ټولنیز اهمیت؛

۳- د اوبو کرنیز اهمیت؛

۴- د کمال خان بند په هکله معلومات او

۵- د اوبو په هکله عمومي معلومات

کنفرانس د وړاندې شویو مقالو په اړه د پوښتنو، ځوابونو او په خبرو اترو پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

BACK TO NEWS