په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دغه پوهنتون په همکارۍ د محصلینو تر منځ د سیرت النبی ﷺ سیالۍ پیل شوې.

eshaq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۶ - ۷:۴
dfgffg

د یادې سیالۍ په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس او ورسره پلاوي، د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه او د دغه پوهنتون محصلینو ګډون کړی و. 
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت د نبي کریم ﷺ پر شخصیت، کړنلارو او اخلاقو خبرې وکړې. نوموړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت د ټولو مسلمانانو لپاره نمونه وباله او ټولو محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د ژوند په هره برخه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سیرت څخه پیروي وکړي. 
شیخ شاکرالله وحدت د سیرت النبي ﷺ پر ارزښت د خبرو تر څنګ، دا ډول سیالۍ مهمې او اغېزناکې وبللې او د یادې سیالي په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. 
د یادولو وړ ده چې په دغه سیالۍ کې یوازې د کابل پولي تخنیک پوهنتون محصلین او کارکوونکي ګډون کولی شي، چې د نوملیکنې پروسه یې نن شبنه، د روان کال د تلې په ۱۶مه پیل او د نوملیکنې له پروسې وروسته به یې ازموینه واخیستل شي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS