په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ماسترۍ د شپږو نویو برنامو افتتاح او په مجموعي ډول د ۹ برنامو لپاره د کانکور رقابتي ازموینه واخیستل شوه.

۱۴۰۰کال، د کب ۲۸مه
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د شپږو نویو ماسټري پروګرامونو افتتاح او په مجموعي ډول د ۹ پروګرامونو لپاره د کانکور رقابتي ازموینه واخیستل شوه.
د یادې ازموینې د پوښتنو صندقونه نن د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني، د ازموینو ملي ادارې رئیس پوهاند عبدالقدیر خموش، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس پوهنوال عبدالرشید اقبال او د لوړو زده کړو وزارت ویاند مولوي احمد تقي په حضور کې پرانیستل شول.
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس د صندقونو د پرانیستې پر مهال وویل، چې پوهنتونونه د هېواد د ابادۍ مهم بنسټونه دي او لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي چې په یادو بنسټونو کې د فوق لیسانس تخصصي پروګرامونو په پراختیا سره لا ډېر مسلکي کادرونه وروزي.

نوموړي زیاته کړه؛ چې د فوق لېسانس پروګرامونو د جذب ظرفیت یې زیات کړی او د هېواد له بشپړې فتحې وروسته په دولتي پوهنتنونو کې ۱۸ د ماسترۍ پروګرامونه ایجاد شوي، چې ۶ په کابل پولي تخنیک، ۵ د کندهار په ملي زراعتي پوهنتون او نور یې د هېواد په مختلفو پوهنتونونو کې ایجاد شوي دي. دغه راز د یادو پروګرامونو په فیسونو کې له ۴۰ تر ۵۰ سلنه کمښت راغلی، چې د علمي او مسلکي قشر لپاره په زړه پورې زېری دی.