د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د فدراتیف روسیې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو دویمې نړیوالې غونډې په څنډه کې د تاتارستان هېواد د علماوو شورا له رئیس سره وکتل.

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۵:۲۰
ftgydfg

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، په داسې حال کې چې د ا.ا.ا د پوهنې سرپرست وزیر مولوي صاحب حبیب الله آغا هم حضور درلود، د تاتارستان هېواد د علماوو شورا له رئیس سره د لیدنې پر مهال د امیرالمؤمنین حفظه الله تر واحد قیادت لاندې د ا.ا.ا د اسلامي نظام په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: «اوسمهال افغانستان امن دی، شریعت پکې تطبیق کېږي او نظام له خلکو سره له شفقت او ترحم څخه کار اخلي.»
د تاتارستان هېواد د علماوو شورا رئيس شیخ رستم عبدالحی د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره پر لیدنې خوښي وښوده د خپل هېواد د روان حالت په اړه یې معلومات ورکړل او ویې ویل چې اوس دلته تر پخوا د مسلمانانو حالت ښه شوی، مسلمانان خپلې دیني ازدۍ لري او د علماوو شورا د حنفي فقې په رڼا کې خپلې چارې پر مخ وړي. 
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام وویل: «په مصر هېواد کې مې چې کله زده کړې کولې، له افغاني علماوو څخه مې د فقې کتابونه لوستي، زه د افغانستان علماء کرام د خپلو استادانو په حیث پېژنم.»  
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو او پوهنې سرپرست وزیران د یوه پلاوي په ملتیا تېره ورځ «د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو دویمه نړیواله غونډه» کې د ګډون په موخه د فدراتیف روسيې کازان ښار ته سفر وکړ.
هېره دې نه وي چې په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو او پوهنې سرپرست وزیرانو د تاتارستان هېواد د علماوو شورا رئيس او غړو ته دعوت ورکړ، چې افغانستان ته راشي او د اسلامي امارت نظام له نیږدې وګوري.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۸:۸
Background image

سمنګان لوړو زده کړو مؤسسه کې د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ سوه زره افغانیو په لګښت د بېلابېلو برخو د رغونې او بیارغونې چارې پیل شوې

 

دا پروژې چې د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې تمویلیږي، د داخلي سړکونو بیارغونه او قیر کول، پیاده روونه، هموارول، د محصلینو استراحت ځای لپاره سايه‌بانونه، د برېښنا نوی برج جوړول، او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۸:۶
Background image

د هلمند ولایت دریو خصوصي لوړو زده کړو نهادونو هر اړخیزه څارنه او ارزونه ترسره شوه

د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو څارنې او ارزونې رئیس مولوي حافظ احمدالله حماد په مشرۍ یوه پلاوي، د تېر سمستر د نهایي ازموینو په جریان کې، د هلمند ولایت د بُست خصوصي پوهنتون، اراکوزیا او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۸:۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په کندهار ولایت کې د عالمیې او عالیې مرحلو ازموینو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین حافظ مولوي محمد حامد حسیب په کندهار پوهنتون کې د عالمیې او عالیې مرحلو شاوخوا ۲ زره ګډونوالو او همدارنګه په کندهار جهادي مدرسه کې د یادو. . .

BACK TO NEWS