د دولتي محصلانو د چارو نوی رئیس معرفي شو
لوړو زده کړو وزارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه زیات شمیر ظرفیتونه دلته په خدمت بوخت دي او د لوړو زده کړو د پرمختګ او ترقۍ لپاره یې یو او بل ته لاسونه ورکړي او په همدې لاره کې تل هڅه او کوښښ کوي.
دغه مطلب د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د دولتي محصلانو چارو د نوي رئیس او د علمي چارو معینیت د نوې سلاکارې د معرفي په غونډه کې بیان کړ.
پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو چارو مخکیني رئیس پوهنیار احمد مسعود لطیف رای او د علمي چارو معینیت مخکیني سلاکار پوهنوال غلام دستګیر خاورین له کړنو څخه په مننې سره، پوهنوال محمد شریف د دولتي محصلانو چارو د رئیس او پوهاند طاهره نبي د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت د سلاکارې په توګه معرفي کړل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، پوهنوال غلام دستګیر خاورین او پوهنیار احمد مسعود لطیف رای د ژمنو، هیواد پالو او خدمت کوونکو شخصیتونو په توګه یاد کړل او په لوړو زده کړو وزارت کې د دوی رول یې د هغوی پخپل وخت کې قوي او د خدمت او ویاړ لامل وبلل.
نوموړي همدارنګه پوهنوال محمد شریف او پوهاند طاهره نبي د لوړو زده کړو وزارت د مجربو او کارنده استادانو له ډلې څخه وبلل او زیاته یې کړه: «لوړو زده کړو وزارت د ټولو افغانانو مشترک کور دی او د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه هر کس له خپلې وړتیا او تخصصي نظریې سره کولای شي په دغه وزارت کې د خدمت او معرفت مصدر او منشاء وګرځي.»
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین پوهندوی سید فرهاد شهیدزاده او د مالي او اداري چارو معین نوراحمد درویش هم د یادو شویو شخصیتونو له لاسته راوړنو او کړنو څخه یادونه وکړه، هغوی یې د لوړو زده کړو وزارت د رېښتینو خدمت کوونکو له ډلې څخه یاد کړل او د مدیریت په ډګر کې د هغوی کار او تجربه یې د هیواد د لوړو زده کړو لپاره سرمایه وبلله.
په علمي چارو کې د لوړو زده کړو وزارت نوې سلاکارې پوهاند طاهره نبي، د دولتي محصلانو چارو نوي رئیس پوهنوال محمد شریف هم خبرې وکړي او ژمنه یې وکړه چې په هر کاري موقف کې چې شتون ولري په ټولنه کې د لوړو زده کړو وزارت د مقام د ارتقاء او د افغانستان د خلکو په ځانګړي توګه د لوړو زده کړو وزارت د مراجعینو د قناعت او خوښۍ لاسته راوړولو په موخه به هلې ځلې کوي.
دغونډې په پای کې پوهنوال غلام دستګیر خاورین او احمد مسعود لطیف رای ته په لوړو زده کړو وزارت کې د دوی د غوره خدمتونو له امله د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه له لوري ستاینلیکونه ورکول شوه.