د تخار پوهنتون د استادانو، کارکوونکو او مامورينو د ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

baqir_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۵:۱۸
g

دغه ښارګوټی د تخار ولايت له لويو پروژو ګڼل کېږي چې د تخار پوهنتون په ملکیت کې جوړېږي.

د تخار پوهنتون د استادانو، کارکوونکو او مامورينو د اوسېدو ښارګوټی، د قانوني پړاوونو او ولسمشر د منظورۍ په اخيستو سره د پلي کیدو پړاو ته رسېدلی چې اوس يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د دې ښارګوټي د بنسټ ډبرې په ایښودو کې د تخار پوهنتون رييس پوهندوی خيرالدين خيرخواه، د تخار ولايت والي مولوي عبدالله قرلق، د ولايتي شورا رييس وفی الله رحماني، د ښار جوړولو چارو رييس انجنير عزیز الرحمن رحماني، د علماوو شورا رييس مولوي عبدالصمد محمدي، د دولتي ادارو رييسانو، د پوهنتون مشرتابه او مرستيالانو، د تخار د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو مسولينو، د پوهنتون استادانو او کارکوونکو، د مدني ټولنې غړو، قومي مشرانو او نفوذ لرونکو شخصيتونو، ځوانانو او خبريالانو ګډون کړی و.

د دې پروژې په پلي کېدو سره به تخار يو معياري ښارګوټی ولري چې په هغې کې به ټول ښاري اصول او امکانات په پام کې نيول شوي وي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

BACK TO NEWS