په دوو لاټو کې د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د تخار پوهنتون د هلکانو او نجونو د شپېځای د اعاشوي توکو د چمتو کولو او تدارک پروژه

baqir_admin
g

Publish Date

Closing Date

د داوطلبۍ شمېره:   MOHE/G0V-O/1400/NCB/G-033

د لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې په دوو لاټو کې د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د تخار پوهنتون د هلکانو او نجونو د شپېځای د اعاشوي توکو د چمتو کولو او تدارک پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او خپل سرتړلي آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو له مخې د ا. ا. ج د تدارکاتو چلنلارې او قانون سره سم وړاندې کړي.

د شرطپاڼې ترلاسه کول:

د لوړو زده کړو وزارت د تدارکانو ریاست او له www.npa.gov.af  اوwww.ageops.net  وېب‌پاڼې څخه ترلاسه کړئ او آفرونه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۰ کال د وري تر ۱۹مې د سهار ۱۰ بجو پورې سپارل کېږي چې د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه ده. ناوخته رسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو د پرانیستلو غونډه {د ۱۴۰۰ کال د وري ۱۹مه} د {پنجشنبې ورځ} د {سهار ۱۰ بجې} د {لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستلو صالون} کې جوړېږي چې د کابل د درېیمې ناحیې په کارته چهار کې موقعیت لري.

د آفر تضمین :

د لومړي لاټ لپاره (۶۰۰۰۰)  شپیته زره افغانۍ او د دویم لاټ لپاره (۶۰۰۰۰)  شپیته زره افغانۍ دي چې د دواړو لاټو لپاره (۱۲۰۰۰۰۰) یو میلیون او دوه سوه زره افغانۍ کېږي، د بانکي ګرنټي لپاره دي.

د آفر تضمین باید د آفر د اعتبار مودې څخه ۲۸ ورځې ډېر وي، یانې د آفر پرانیستلو له نېټې څخه تر ۱۱۸ ورځو پورې د اعتبار وړ وي.

بانکي تضمین دې د شرطپاڼې د اتمې برخې سره سم د بانکي تضمین فورم څخه په ګټې وړاندي شي چې د تضمینونو فورمونه پکې شامل دي. د اړوند پروژې د داوطلبۍ شمېره، نېټه، د اړوند پروژې د آفر تضمین اندازه او ټول متنونه باید دقیق وي او کومه قلمي تېروتنه ونه لري.

د آفر تضمین باید د هغه شرکت تر نامه لاندې وړاندې شي چې د شرکت په جواز کې لیکل شوی، د هغه کاپي او سکن د منلو وړ نه دی او اصلي نسخه یې باید وسپارل شي. که چېرې داوطلبي په ګډه وي نو د آفر تضمین باید د شریکانو په نوم چمتو شي او د شریکانو مهر او لاسلیک اړین دی.

یادونه: که چېرې د داوطلبۍ د خبرتیا نېټې او د داوطلبۍ اسنادو ترمنځ توپیر وي نو په شرط‌پاڼه کې درج شوې نېټه د اعتبار وړ ده او له داوطلبۍ څخه مخکې غونډه د ۱۴۰۰ کال د وري په ۹مه د سهار په ۱۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د غونډو په صالون کې جوړېږي.

د اړیکې شمېرې:  ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸-۰۷۹۸۵۷۴۲۰۰

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

تدارکاتي خبرتیا !


د کابل پولي تخنيک پوهنتون په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۳هـ ش کال د محصلانو ليليې لپاره د اړتیا وړ (۴) قلمه البسې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د ۱۴۰۳هـ ش کال ماسترۍ پروګرام لپاره د نوم لیکنې خبرتيا !


دافغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملی پوهنتون په ۱۴۰۳ کال کې د همدي پوهنتون او د هندوستان  هیواد (IARI) پوهنتون ماسټرۍ ګډو پروګرامونو لپاره په لاندي پوهنځیو او څانګو کې نوي محصلین . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۳:۵۵
Background image

د مالېزیا لېسانس او ماسټرۍ بورسونو خبرتیا !


مالېزیا په طب او نرسنګ څانګو کې په لاندې شرايطو سره د لېسانس او ماسټرۍ په برخو کې د شپږو بورسونو د ورکړي خبر ورکړی.
شرایط:
۱.     طب څانګې لپاره کم تر کمه د ۶.۰ نمرو د IELTS سند لرل او . . .

Back to announcements

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۳۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د ۱۴۰۳هـ ش کال لپاره د علي آباد تدريسي روغتون د اړتیا وړ ۲۸ قلمه پتالوژي توکو او ۶۶ قلمه لابراتواري توکو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/ATH/G-05
 د لوړو زده . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت په . . .

Back to tenders