د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني له یلیوفیلین Eloi Fillionاو ورسره پلاوي سره وکتل او د هغوی ملاتړ یې د لوړو زده کړو وزارت تدریسي روغتونونو لپاره ګټور وباله
۱۴۰۰کال، د لېندۍ ۴مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني له یلیوفیلین Eloi Fillionاو ورسره پلاوي سره وکتل او د هغوی ملاتړ یې د لوړو زده کړو وزارت تدریسي روغتونونو لپاره ګټور وباله.
د افغانستان لپاره د سره صلیب د کمېټې رییس یلیوفیلین د دغې نړیوالې کمېټې د مرستو موخه تشریح کړه او ټینګار یې وکړ، چې په افغانستان کې د امکاناتو کمښت ته په کتو، دغه کمېته تیاره ده چې د افغانستان د خلکو روغتیا ساتنې او پرمختګ لپاره کار وکړي.
د افغانستان لپاره د سره صلیب د کمېټې رییس ډاډ ورکړ، چې د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ، په کادري روغتونونو کې د صحي خدمتونو د ښه والي په موخه تیار دي، چې د بشرپالنې مرستې راجلب کړي.
الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د افغانستان لپاره د سره صلیب کمېټې له رییس او پلاوي څخه مننه وکړه او د افغانستان خلکو او تدریسي روغتونونو څخه د هغوی ملاتړ یې د قدر وړ وباله.
نوموړي وویل، چې تدریسي روغتونونه هم تدریسي او هم کادري دي او تر څنګ یې مراجعینو ته خدمتونه وړاندې کوي.
په دې لیدنه کې پرېکړه وشوه چې یو ټیم د لوړو زده کړو وزارت کادري روغتونونو او یو هم د سره صلیب له کمېټې څخه وټاکل شي او په یادو روغتونونو کې د درملو او درملنې په برخو کې اړتیاوې په کوته کړي، تر څو مرستو ته لاره هواره شي.
په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او د تدریسي روغتونونو رییسانو هم حضور درلود.