د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یوه پلاوي په ملتیا پاکستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هغه هېواد د پوهنتونو استازو او لوړو زده کړو مسوولینو لیدنو ته دوام ورکړ.

Akmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۷ - ۹:۷
سرپرست وزارت تحصیلات عالی و هیئت همراه شان در جریان سفر رسمی به کشور پاکستان با مسئوولان امور و نمایندگان پوهنتون های آن کشور دیدار نمود.

۱۴۰۰کال، د لېندۍ ۱۷مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یوه پلاوي په ملتیا پاکستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هغه هېواد د پوهنتونو استازو او لوړو زده کړو مسوولینو لیدنو ته دوام ورکړ.

د دغې سفر په دویمه ورځ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني د علامه اقبال پوهنتون، چې په تحصیلي برخه کې د فاصلاتي (انلاین) تحصیلاتي نظام چارې پر مخ وړي، لېدنه وکړه.
د دغه پوهنتون مسؤلینو له افغان پلاوي سره د فاصلاتي (انلاین) تحصیلاتي نظام په برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او د افغانستان دننه یې په تحصیلي چارو کې د یوې څانګې پرانیستلو ژمنه هم وکړه، چې دا څانکه به افغان زده کړیالانو ته په دریو (حضوري تحصیلاتي، انلاین، حضوري او انلاین) برخو کې خدمات وړاندې کوي. او له دې سربېره یې د افغان استادانو په روزنه کې هم چمتووالی وښود.
همدارنګه سرپرست وزیر د اسلام اباد نړیوال پوهنتون له چارواکو سره د لیدنې پر مهال، په اکاډمیکو همکاریو خبرې وکړې او په دغه پوهنتون کې یې د افغان ښځینه او نارینه محصلانو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې. دغه راز ژمنه یې وکړه، چې له جګړې راوتلي افغانستان سره به تر خپلې وسې همکاري کوي او خپلې تجربې به له افغانانو سره شریکوي.
همدا شان د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان او د پاکستان د سرحداتو وزارت له چارواکو سره د لېدنې پرمهال د افغان زده کړیالانو ستونزې شریکې کړې، چې د کوربه هېواد چارواکو له خوا د پوره همکارۍ او ستونزو ته د حل لارو موندلو ډاډ ورکړل شو.
په دې کتنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني له صادق خان څخه وغوښتل، هغه زده کړیالان چې کومو پوهنتونو او پوهنځیو ته د سکالر شیپونو له لارې بریالي کېږي، باید په همغو ځایونو کې جذب شي، افغان زده کړیالانو ته د سکالر شیپ امتیاز په خپل وخت ورکړل شي، د زده کړیالانو د وېزې ستونزه حل شي، د دواړو هېوادونو د استادانو تر منځ د تجروبو شریکولو لړۍ پیل او د افغانستان او پاکستان تر منځ پر یوې مهمې تحصیلي هوکړې کار وشي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د یادو ستونزو د حل ډاډ ورکړ، نوموړي وویل، له دې وروسته به افغان زده کړیالانو ته یوه کلنه وېزه ورکول کېږي، چې له دې سره به په دغه برخه کې ستونزه حل شي.
دواړو اړخونو پرېکړه وکړه، چې په کابل کې د پاکستان له سفیر سره دې د یوه تخنیکي ټیم په جوړولو خبرې وشي، تر څو د افغان محصلانو ستونزو ته رسېدنه وشي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

BACK TO NEWS