د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کابل پوهنتون د استادانو تر منځ د ښې همغږۍ په پار، په دغه پوهنتون کې د ا.ا.ا له مسوولانو سره ناسته وشوه
۱۴۰۰کال، د مرغومې ۳۰مه
د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کابل پوهنتون د استادانو تر منځ د ښې همغږۍ په پار، په دغه پوهنتون کې د ا.ا.ا له مسوولانو سره ناسته وشوه.
په دغه ناسته کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر، د کابل پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رییسانو، استادانو او کارکوونکو ګډون کړی و.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي په اسلام کې د استادانو د مقام، له اسلامي ارزښتونو سره سم د ځوانانو روزنه او د ټولنې په پرمختګ کې د استادانو د رول په اړه خبرې وکړې.
شیخ محمد خالد حنفي وویل، چې ځوانان باید د اختصاصي علومو تر څنګ، له فکري پلوه هم په داسې ډول وروزل شي، چې په خپل شخصي او ټولنیز ژوند کې اسلامي او ملي ازرښتونه مراعات کړي.
ښاغلي حنفي د ښځینه قشر زده کړو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې ښځې هم د یني او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې د زده کړو او خدمت کولو حق لري.
د کابل پوهنتون رییس دوکتور اسامه عزیز د ځوان نسل د روزنې په برخه کې د دغه پوهنتون د رول په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د کابل پوهنتون مسوولان هڅه کوي، تر څو ټولنې ته په ملي او دیني ارزښتونو سمبال ځوانان وړاندې کړي. همدارنګه د یاد پوهنتون مسوولانو وویل، چې د دغه پوهنتون محصیلنو به د خپلې تحصیلي دورې په جریان کې، د اسلامي علومو ۸ اختصاصي کورسونه لوستل، چې په راتلونکي کې به دغې برخې ته لا زیاته پاملرنه وشي.