د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ تر سره شوه.
۱۴۰۰کال، د سلواغې ۴مه
د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ تر سره شوه.
په دغه ناسته کې د اکاډمیکو چارو سلاکار پوهنوال غلام دستګیر خاورین، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې، د اکاډمیکو چارو د نظارت او ارزونې، د بورسونو تنظیم او بهرنیو اړیکو، د څېړنې، تألیف او ژباړې، پلان، پالیسۍ او تقنین، د علمي پروګرامونو د پراختیا او خصوصي محصلانو چارو رییسانو ګډون کړی و.
د علمي چارو معینیت شورا غړو له اجنډا سره سم د دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د ستونزو پر حل، ولایاتو ته د پلاوو د سفر د پایلو او د ځينو خصوصي پوهنتونونو له لوري د قوانینو پر نقضولو او همدارنګه استادانو ته د سکالرشیپونو د ورکولو په برخو کې پر ستونزو بحث او له قانون سره سمې پرېکړې وکړې.
همدارنګه د شورا غړو د دولتي پوهنتونونو د درسونو د پیل په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او پر هغو خنډونو یې هر اړخیزې خبرې وکړې، چې د پوهنتونونو د پرانیستلو پر وړاندې رامنځ ته شوي دي.