د لوړو زده کړو وزارت د څیړني، تألیف او ترجمي رئیس مولوي محمد داود حقاني او د یاد وزارت د داخلي پلټني رئیس انجینر اکرام الله صهيب د غزني پوهنتون لپاره نوی ټاکل شوی رئیس ښاغلی پوهنمل احسان الله اکرم زوی او همدارنګه د مالي او اداري چارو لپاره قاضي عبدالبصیر
۱۴۰۰کال، د سلواغې ۱۰مه
د لوړو زده کړو وزارت د څیړني، تألیف او ترجمي رئیس مولوي محمد داود حقاني او د یاد وزارت د داخلي پلټني رئیس انجینر اکرام الله صهيب د غزني پوهنتون لپاره نوی ټاکل شوی رئیس ښاغلی پوهنمل احسان الله اکرم زوی او همدارنګه د مالي او اداري چارو لپاره قاضي عبدالبصیر حنفي د مرستیال په توګه معرفي کړل.
په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د هیئت په ګډون د غزني ولایت د یو شمیر ادارو استازو او د یاد ولایت د پوهنتون پخوانی رئیس، اداري او مالي مرستیال، استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو ګډون درلود.
مولوي محمد داود حقاني په اکاډمیکو چارو کې د غزني پوهنتون مخکني رئیس او مرستیال د خدمتونو د ستایلو تر څنګ، د یاد پوهنتون نوي رئیس، مالي او اداري مرستیال ته د دغه ستر مسؤولیت مبارکي وویله او د الله تعالی له دربار څخه یې په چارو کې د توفیق غوښتنه ورته وکړه.
وروسته د غزني پوهنتون مخکني رئیس پوهنمل محمود همت د خپل خدمت په اړه خبرې وکړې او د غزني پوهنتون نوي رئیس ته یې د مبارکۍ تر څنګ، په چارو کې له الله تعالی څخه د بریا غوښته وکړه. دغه راز د غزني پوهنتون نوي رئیس احسان الله اکرم زوی یاده دنده ستر مسؤولیت وباله او ویې ویل چې د چارو په غوره تر سره کولو کې به له خپل ټول توان څخه کار واخلي.