د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني او ورسره مل پلاوي د زنان افغان (مورا) خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۹ - ۱۴:۵۱
H

۱۴۰۰کال، د کب ۱۹مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني او ورسره مل پلاوي د زنان افغان (مورا) خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه. 
د دغې لیدنې پر مهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد تحصیلي بنسټ د مسؤلانو په غوښتنه د زنان افغان (مورا) خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې نوم په (بي بي عایشه) بدل کړ. دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد تحصیلي بنسټ له کتابتون، لابراتوارونو او درسي چاپېریال څخه د لیدنې پر مهال د دغه بنسټ د مؤسس پانګونه وستایله او سپارښتنه يې ورته وکړه چي د شرعياتو پوهنځۍ د ايجاد په شمول دي د ټولو اسلامي او شرعي اصولو رعايت وساتل شي. 
د یاد تحصیلي بنسټ مسؤل د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي له ورتګ څخه مننه وکړه او ياد مسئول د طب، اقتصاد، او قابله ګي عالي پوهنځيو په فيسونو کي د تخفيف اعلان هم وکړ.
دغه راز ياد‌ مسئول د معیاري تحصیلي خدمتونونو د وړاندې کولو پوره ژمنتیا هم وښوده.

Latest announcements

جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۱۰:۳۴
Background image

مطبوعاتي بلنلیک! 

په پام کې ده چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۳ کال محصلینو فراغت په شانداره مراسمو سره ونمانځي.

نو له ټولو دولتي او خصوصي رسنیو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي چې د یادو مراسمو د خبري . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۹:۴۰
Background image

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې داحاطوي دیوال(ترمیم) پروژې اعلان!

 

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي په روان ۱۴۰۳ ه ش کال کي د لیلیې ودانۍ دیوال دبیارغونې پروژه په قرارداد ورکړي، ټول هغه داوطلبانو ته چي په شرایطو برابر وي بلنه ورکول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۸:۴۷
Background image

د پکتیکا پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیوڅخه ۳۹۹ تنه محصلین فارغ اوټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې شول.

 

په دې مناسبت جوړ شويو مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت معین، د پکتیکا ولایت والي، امنيه قومندان، دولایتي ادارو مسؤلینو او استازو، علماء کرامو، د یاد پوهنتون رهبري، استادانو او د فارغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱:۲۰
Background image

د هرات پوهنتون کدري روغتون د ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین په حضور کې د بیارغونې او تجهیز نه وروسته پرانیستل شو.

هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د هرات والي، د هرات پوهنتون د مشرتابه پلاوي، د امارتي د ادارو رئیسانو، د تحصیلي بنسټونو رئیسانو او سیمه ییزو مخورو په ګډون جوړ شوي وو، د لوړو زده کړو وزارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۱:۵۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د شمال زون یو شمېر امارتي پوهنتونونو د ۴۰ کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل.


په بلخ پوهنتون کې د کندز، بلخ، جوزجان او فاریاب پوهنتونونو د ۲۴ څانګو ۴۰ کادري بستونو لپاره له ۲۰۹ تنو نوماندانو څخه د بهرنۍ ژبې ازموینه، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او علمي ترفیعاتو. . .

BACK TO NEWS